IQNA

پاکستان کښې د اسلامي مذهبونو د علماو په شتون سره د کعبې د مولود(ع)جشن جوړشو

15:58 - February 14, 2022
د خبر لمبر: 3485418
تهران (ایکنا) - د حضرت محمد مصطفی(ص) د جانشین او دلومړني  امام اميرالمومنين حضرت علي (ع) د ميلاد په مناسبت د پاکستان د اسلامي مذهبونو د علماؤ او د پاکو اهلبېت  عليهم السلام د مينه والو وحدت رامنځته کؤنکې غونډه په لاهور کښې د عروه الوثقی علميه حوزې په اهتمام سره اوشوه.

ایکناخبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د پاکستان  په لاهور ښار کښې د ايران د کلتوري مرکز د مشر جعفر روناس او د اسلامي جمهوريت د سرکنسول محمد رضا ناظري په شمول دپاکستان ګڼ شمېر سني او شيعه علماؤ، پوهانو او مختلفو شخصيتونو په دغو دستورو کې چې بیګا او نن سهار  ترسره شوي ، ګډون وکړ.

وېناوالو په دغو مراسمو کښې د اسلامي نړۍ د يووالي په لار کښې د حرکت او په ګډو مشکلاتو باندې د غلبې لپاره د علوي سيرت په پېروۍ باندې تاکيد وکړ.

حضرت امام علي بن ابي طالب عليه السلام د رجب يا بزرګې د مياشتې په ديارلسمه نېټه په داسې حال کښې چې مور بي بي فاطمه بنت اسد (س) ته يې د کعبې شريفې دېوال وچاودۀ او هغه دغه سپېځلي کور ته ننوتله ، دنيا ته تشريف راوړۀ.

حضرت امام علي (ع) له هلکوالي راهسې د اسلام د قدرمن پېغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) تر سيوري لاندې وروزل شو. هغه حضرت وړومبنے کس ؤ چې په اسلام باندې د خپل ايمان اعلان يې وکړ او  د اسلام د مبين دين د تبليغ په ټولو مرحلو کښې به د خداے د ګران رسول (ص) ملګرے او مرستندويه ؤ.

د ايران د اسلامي جهوريت په تقويم کښې د هغه حضرت د ميلاد ورځ «د پلار ورځ» نومولې شوې ده.

https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i112216

captcha